امنیت

په بلخ کې درې تنه له یوې اندازې نشه یی توکو سره ونیول شول

مزار شریف/ دسلواغۍ / ۲۰ / باختر
د بلخ پولیسو پرون د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې ٣ تنه له یوې اندازې نشه يي توکو سره ونیول.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبانو یو سړی له ١٩ کیلو پنځه سوه ګرامو چرسود قاچاقو په تور له یو کرولا موټر سره د مزار شریف ښار د ننوتو دروازې په کمربند کې ونیوه .
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه راز پولیسو د مزار شریف ښار د مولانا جلال الدین محمد بلخي په هوایی ډګر کې دوه تنه نور د یوې اندازې هیرویینو د لېږدونې په تور ونیول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته