امنیت

په بلخ کې دوه تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل / د تلې ۱۸ مه / باختر
په بلخ کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې دوه تنه د وسله والې غلا په تور ونیول شول.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ذبیح‌الله نوراني باختر آژانس ته وویل نیول شویو کسانو به خلک او موټر چلوونکي لوټل.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته