ټولنه

په بلخ کې د اورلګېدنې له امله دوه ماشوم ووژل شول

کابل / د مرغومي / ۲۵ / باختر
په بلخ کې په یوه اورلګېدنه کې ۲ ماشومان ووژل شول او یو بل ټپي شو.
دغه اور د جمعې په شپه د مزارشريف ښار د برات په تجارتي مرکزکې ولګېد او د اور لمبې سیمې ته څېرمه د رابعه بلخي راډيو چې په ګاوند کې و هم ورسېد او د دغې رسنۍ تاسیسات يې وسوځاوه.
د بلخ د مرکز د مزارشریف ښار یوې امنیتي سرچېنې له باخترآژانس سره په اړیکه کې د دغې اورلګېدنې علت د برېښنا شارتي وبلله.
هغه تاییده کړه چې دغه اورلګېدنه ۲ ماشومان ووژل او یوبل يې ټپي کړ.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، په دې اورلګېدنه کې د جامو د پلورنې څو پلورنځي وسوځېد او اور د رابعه بلخي راډیو ستیدیوګانو په ګډون د دغه راډیو ټول تاسیسات له منځه وړي دي.
دغه اورلګېدنه د برات سوداګریزې مرکز او د رابعه بلخي ستیدیوته په میلیونونه افغانۍ زیان آړولی دی.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته