Uncategorized

په بلخ کې د رابعه بلخي ښځينه بازارفعال دى اوکومه ستونزه نشته

کابل /د ليندې ٧مه /باختر

د بلخ ولايت د رابعه بلخي د بازار مسوولين وايي چې د رابعه بلخي بازار پرانيستې دى اوله هغوښځينه هټيوالو يې چې تراوسه پورې دکانونه يې تړلې دي وغوښتل چې خپل کارته راستانه شي.

د باختراژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې؛ د ښځوځانګړى د رابعه بلخي بازارچې د مزارشريف ښار په زړه کې موقعيت لري د سوداګرو ښځو په اقتصادي او ټولنيز ژوندانه کې مهم رول لري اوښځې د ښار له ټولو ناحيو څخه د خپلو لاسي صنايعواوخوراکي توکو د پيرودني اوپلورنې لپاره په دغه بازارکې په کاربوخت دي.

د رابعه بلخي د بازارمسووله حبيبه اميني وايي د اسلامي امارت له واکمنى  وروسته دغه بازارد څه مودې لپاره تړلې و، خو اوس چې امنيت تامين شوى دى ښځې له کومې انديښنې پرته خپلوکارونو ته ستنې  شوي دي.

يوشمېر ښځې چي  خپل دوکانونه يې پرانيستي  دي وايي چې په دغه بازارکې له تېرې يوې مياشتې په پرتله پيرودنه اوپلورنه ښه شوى دى.

اميني له نوروښځو اوله هټيوالو اوسوداګروښځوغواړي چې د پخواپه شان د ديني اصولو اود اسلامي حجاب په رعايتولو سره خپلوکارونوته راشئ.

بي بي حاجي مجيدي چې څه د پاسه ١٨ کاله کېږي د رابعه بلخي په بازار کې په دوکاندارى بوخته ده هم له خپل کار څخه خوشحاله ده او وايي چې په وروستۍ بدلون سره دکان يې څو ورځې تړلې و، خو اوس خلاص دى اوښځې د پيرودنې لپاره راځي.

حليمه چې په دغه بازارکې د شيريني پخولو په کارخانه کې کارکوي وايي له خپل کارڅخه خوشحاله ده اوکولاى شي چې په دغه بازارکې په کارکولو سره د خپلې کورنى نفقه اود خپلوبچيانو د ښوونځي لګښت ترلاسه کړي.

د رابعه بلخي بازارپه اتيايمه لمريزه لسيزه  کې د مزارشريف ښار په مرکزکې د ښځو د ودې اوخود کافي لپاره  جوړشو چې ٦٠ دکانونه لري.

ج-ا

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته