خبرونهاقتصاد

په بلخ کې د شاتو حاصلات زيات شوي دي

٤٤- کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رياست په دغه ولايت کې د شاتو په سلو کې د لسو حاصلاتو د زياتوالي خبرورکړ.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رياست د زراعتي چارو آمر ذبيح الله زوبين وايي چې په دغه ولايت کې د شاتو حاصلات سږ کال ١٥ ټنو ته رسيدلى دى په داسې حال کې چې تېرکال دغه شمېر ١٢ ټنه و چې په سلو کې د ١٠ زياتوالي ښيي .
زوبين زياته کړه چې د بلخ د شاتو د مچيو روزونکي ٤٦٥ تنوته رسېږي چې په دغه ولايت کې د مچانو د روزنې په دريو ټولنو کې فعاليت کوي .
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رياست د مسوولينو د څرګندونو له مخې، د چارکنت، شولګرې، دولت اباد، نهر شاهي، شورتپه، خلم، بلخ، دهدادي او د چمتال په ولسواليو کې زيات شات ترلاسه کېږي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته