کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
په بلخ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو پر ۶۴۰ کورنیو مرسته ووېشل شوه.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چې دغې قول اردو په بلخ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو پر ۶۴۰ کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د سمنګانو اوسېدونکي او د دوو شهیدانو پلار ګل نبي فیضي په داسې حال کې چې د دغې مرستې په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه، له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه یې د روژې په مبارکه میاشت کې د دغو مرستو له امله مننه وکړه.
پای/شکریه
2 د یوې دقیقې څخه لږ