امنیت

په بلخ کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

۴۸- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې نن سهار د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په خاکباد او نقالين سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
رضايي زیاته کړه: په یادو پېښو کې ۵ وسله وال ووژل شول او ٣ نوریې ټپیان شول او دغه راز په پېښو کې ٦ امنيتي او دفاعي منسوبین هم ټپيان شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته