ټولنه

په بلخ کې د غوښتوونکو لپاره د پاسپورت د وېشلوبهیرپیل شو

کابل / د لیندی / ۱۵ / باختر
د بلخ د پاسپورت مدیریت مسوولین وايي چې دغه اداره اوس په ناروغانو او هغو کسانوچې مخکې سندونه یې په دغه مدیریت کې بشپړشوي دي پاسپورت ورکوي.
د بلخ د پاسپورت عمومي مدیرمولوي شیخ عزام زیاته کړه : له مرکزڅخه د پاسپورت د عمومي ریاست له لارښوونې وروسته دغه اداره خپل خدمتونه غوښتونکوته د پاسپورت وېشل پیل کړي دي.
احمدالله چې د ناروغۍ سند په لاس کې لري وویل ، دوه ورځې کېږي چې دغې ادارې ته د پاسپورت د ترلاسه کولوپه خاطرراځي د پاسپورت د وېشلوبهیرپه عادي بڼه ترسره کېږي او له مراجعینوسره د کارکوونکو چلند ډېرښه دی .
هغه د بلخ د پاسپورت مدیریت له مسوولینوڅخه وغوښتل چې د پاسپورت وېشلو کارچټک کړي چې د پاسپورت ټولوغوښتوونکوته رسيدګي وشي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته