ټولنه

په بلخ کې د ماشومانو د ملاتړ موسسې مسوول په دغه ولايت کې د دغې موسسې د فعاليتونو د دوام ډاد ورکړ.

کابل /دتلي ٢٠مه /باختر
د بلخ د اقتصاد رييس ملاعبدالشکور جواد پرون په بلخ کې د ماشومانود ملاتړ دفتر له عمومي مسوول کرست سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د ټولګټو پروژو او د ماشومانو د ملاتړموسسې د روزنيزو پروګرامونو د دوام او په ټولنيزو او روزنيزو برخو کې د بلخ د خلکو د اړتياو په اړه خبرې وکړې .
دغه راز کرست په بلخ کې د ماشومانو د ملاتړموسسې د فعاليتونو د دوام ډآډ ورکړ او ويې ويل هغوى هلې ځلې کوي چې د افغانستان خلکو ته په خپل وخت او اغيزمن خدمتونه وړاندې کړي.
د بلخ د اقتصاد رييس په دغه ولايت کې د کورنيو او بهرنيوموسسو د فعاليتونو هرکلى وکړ اود ماشومانو د ملاتړ موسسې عمومي مسوول ته يې ډاډ ورکړ چې په بلخ کې د اسلامي امارت مسوولين د ټولګټو پروژو د تطبيقولو او فعاليتونواوخدمتونود ښه والي په خاطر د دوى ترڅنګ ولاړ دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته