امنیت

په بلخ کې د ملي اردو سلګونو سرتېرو د وفادارۍ لوړه وکړه

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د ملي اردو سلګونو سرتېرو په بلخ کې د یوې روزنیزې دورې له تېرولو وروسته پرون د وفادارۍ لوړه وکړه.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې د ملي اردو نږدې۵۰۰ سرتېري د دغې قول اردو له روزنیز مرکز څخه له ۷ اوونیزې پوځې زده کړې وروسته، د خپل هېواد او خلکو د دفاع لپاره د وفادارۍ لوړه وکړه.
د قول اردو مرستیال برید جنرال عباس توکلي په دغو مراسمو کې د یادو سرتېرو له کورنیو څخه مننه وکړه او د هېواد د وسله والو قواوو په لیکو کې یې د هغوی شتون له هیلو ډک وباله.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته