کابل/ د مرغومي٥مه / باختر
په بلخ کې د ملي اردو يو قوماندان له يو بل پوځي سره د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان محمد قاسم پيکار نن سهار په چهاربولک ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د هېواد په شمال کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل په دې
چاودنه کې د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان محمد قاسم پيکار له يوبل پوځي سره ووژل شو او دوه نورټپيان شول.
دغه پوځيان د يو پوځي ماموريت په خاطر روان چې پرې چاودنه وشوه.
پاى \ ذ