کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
پوځيانو په بلخ کې د وروستيو هدفي وژنو د اصلي عامل د وژل کېدو خبر ورکړ.
په بلخ کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول ملا اجمل ماشک تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په حسين خېلو کلي کې د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
ملا اجمل ماشک په بلخ کې په وروستيو مياشتو کې د هدفي وژنو اصلي عامل، له هغې جملې د ملي اردو د ښځينه سرتېرو د سپرلۍ پر موټر او د شاهين قول اردو د رييس ډاکټر صالح محمد صميم پر موټر د بريدونو عامل و.
په دغه بريد کې ٨ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۵ نور یې ټپيان شوي دي.
د ځانګړو ځواکونو د عملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغه هوايي بريد کې په بلخ کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول اجمل ماشک له ٨ نورو وسله والو طالبانو سره ووژل شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ اجمل ماشک د هدفي وژنو د لارښوونې ترڅنګ له استخباراتي پلوه په بلخ کې وسله والو طالبانو ته د هدفي وژنو زمينه برابروله.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى\ ذ