خبرونهامنیت

په بلخ کې لسګونه ټنه نشه يي توکي او الکولي مشروبات له منځه یوړل شول

کابل / د لړم ٢٣ مه / باختر

د بلخ پولیسولسګونه ټنه نشه يي توکي او الکولي مشروبات په دغه ولایت کې له منځه یوړل.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل چې لسګونه ټنه نشه يي توکي او الکولي مشروبات چې په وروستیو څلورو کلونو کې په دغه ولایت کې راټول کړای شوي وو؛ د موظف پلاوي په شتون وسوځول شول.

په سوځول شویو توکو کې هیرویین، چرس او الکولي مشروبات شامل وو.

د بلخ امنیه قوماندان سېد معراج الدین سادات د دغو توکو د سوځولو په وخت کې خبریالانو ته وویل چې پولیسو د یادو توکو په اړوند څه دپاسه ۶۰۰ تنه نیولي دي.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته