امنیت

په بلخ کې يوماشوم د انسان تښتوونکوله منګولو ازاد شو

کابل /د ليندې ١٢مه /باختر
د افغانستان د اسلامي امارت کشفي اوامنيتي ځواکونو پرون يو ٨ کلن ماشوم د مزارشريف ښار په مربوطاتوکې د انسان تښتوونکو له منګولوازاد کړل.
د بلخ سيمه ييزمسوولين وايي چې د تښتول شوي ماشوم د ژغورنې په عملياتوکې دغلام محي الدين په نامه د انسان تښتوونکو د شبکې سرګروپ ووژل شواو د دغې شبکې ٩ غړي ونيول شول.
د بلخ د سيمه ييزومسوولينود څرګندونوله مخې؛ دغه ماشوم بي بي سدره نوميږي اودرې ورځې مخکې د انسان تښتوونکوله خوا د مزارشريف ښارله مربوطاتوڅخه تښتول شوې وه چې له ژغورنې وروسته کورنى ته يې وسپارل شو.
د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه کورنيوته يې د ازادې شوې ماشومې د سپارلوپه وخت کې ډاډ ورکړ چې هيچاته اجازه نه ورکوي چې د خلکوامنيت اوارامي له خطرسره مخ کړي.
د بلخ ولايت امنيتي اوکشفي مسوولينوهم ويلي دي چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونه د خلکود امنيت د تامينولو لپاره له هيڅ راز هلوځلوډډه نه کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته