ښوونه او روزنه

په بلخ کې په سلګونوزده کوونکو د کانګورو په نړيواله ازموينه کې ګډون وکړ

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
د بلخ د خصوصي ښوونځيو نږدې زرو تنو زده کوونکو د کانګورو په نړيواله ازموينه کې د ګډون په خاطر پرون سيالي وکړه .
په بلخ کې د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مسوول سيد ابراهيم باختراژانس ته وويل چې د کانګور د رياضياتو د نړيوالې سيالۍ په دريمه دوره کې د هېواد په کچه څه د پاسه ١٥٠٠٠ زده کوونکو ګډون وکړ چې نږدې زر زده کوونکي د بلخ د دولتي اوخصوصي ښوونځيو زده کوونکي دي .
د بلخ يو ښوونکى محمد حيدري د زده کوونکو د استعدادونو په وده او په نړيوالو سياليو کې د هغوى د ګډون په خاطر د دغې ازموينې رول مثبت وباله او ويې ويل چې دغه کار د هېوادونو ترمنځ د زياتو فرهنګي همغږيو سبب کېږي.
د دغې ازموينې دوه تنه برخه والې معصومې او صدف ميرزايي وايي چې د رياضي په مضمون کې د خپلو استعدادونو د ودې او ازمايښټ په خاطر د کانګور په نړيواله ازموينه کې ګډون وکړ ترڅو وکولاى شي د نورو هېوادونو د زده کوونکو په شان خپلوخلکو ته وياړ راوړي.
د کانګور نړيوالې سيالۍ په کال يوځل د نړۍ په څه ناڅه سلو هېوادونو کې اخيستل کېږي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته