امنیت

په بلخ کې په سلګونو وسله وال کسان ونيول شول

– کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
د بلخ پوليسو په دغه ولايت کې د تېرو ٦مياشتوکې ٤٠٠ تنه له غير قانوني وسلو سره نيولي دي .
د بلخ امنيه قوماندان سمونوال معراج الدين سادات نن پر يوه خبري غونډه کې وويل چې د دغې قوماندانۍ پوليسو په تېرو ٦ مياشتوکې ٤٠٠ تنه په دغه ولايت کې د غير قانوني وسلو د لېږدونې په اړوند نيولي دي .
هغه په دې خبري غونډه کې وويل دغه کسان د وسلو د لېږدونې اوساتلو په جرم نيول شوي دي عدلي اوقضايي بنسټونوته سپارل شوي دي .
هغه په دې خبري غونډه کې څرګنده کړه چې د دغوکسانو نيول کېدل د دغه ولايت د امنيت په تامينولوکې ښه اغيزه کرې ده .
هغه څرګنده کړه چې د دغو کسانو وسلې د داياک پروګرام ته سپارل شوي دي.
ختم – ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته