خبرونهنړۍ

په تايوان کې  ٢٥ تنه په اورلګېدنه کې ووژل شول

 کابل /د تلي ٢٢مه /باختر

په تايوان کې تېره شپه په اورلګېدنه کې   ٢٥ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.

باختراژانس د اسوشيتدپرس د خبري اژانس د خبرله مخې خبر ورکړ؛ د تايوان په جنوب کاوسينګ ښار د استوګنې په يوه  ١٣ پوړيزه ودانى کې د اور لګېدنې له امله  ٢٥ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.

ويل شوي دي چې زياتره مړي د پېژندلو وړ نه دي.

په دې ودانى کې ١٢٠کورنيو ژوند کاوه.اودغه اور لګېدنه دومره سخته وه چې د ودانى زيات کورونه يې له منځه وړي دي.

تراوسه پورې د دغې اورلګېدنې علت معلوم نه دى خوعيني شاهدان وايي چې له اورلګېدنې مخکې په ودانى کې د چاودنې غږ اورېدل شوى دى

-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته