ټولنه

په تخارکې بې ځایه شویوکورنیومرستې ترلاسه کړې

کابل / د کب ۴ / باختر
په تخارکې نن زرو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه د تخاروالي مولوي عبدالله قرلق وویل چې د مهاجرینواو راستنېدونکوچارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه په هرې بېځایه شوې کورنى ۱۵۰۰۰ افغانۍ ويشل کېږي.
د تخاروالي زیاته کړه : د دغې مرستې لړۍ په دغه شان کورنیو دوام لري او حکومت بېوزلوکورنیوته د رسيدګۍ په خاطریو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
د یادونې وړده چې ١٠٠٠بې ځایه شوې او زیانمنې شوې کورنې د تخارد مهاجرینواو راستنېدونکوچارود ریاست ، د ولایت له استازو او اړوندو بنستونوسره په عمغږي کې سروې او وپېژندل شوې دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته