خبرونهامنیت

په تخارکې څلورماشومان په يوه چاودنه کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٥مه / باختر:

په تخار کې د هاوان د يوې سرګلولې د چاودنې له امله څلورماشومان ووژل شول.

دغه چاودنه پرون ناوخته د تخارمرکز د تالقانو ښارد ګولايي باغ په کلي کې رامنځته شوه چې له امله يې څلورماشومان  ووژل شول او يو بل ټپي شو.

د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ دهاوان دغه سر ګلوله له تيرو جګړوڅخه په دې کې پاتې وه او دا سرګلوله پرون هغه وچاوديده چې ماشومانو د زړې اوسپنې په توګه پلورله.

د تخاريو امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل؛  په دې چاودنه کې څلور ماشومان ووژل شول او يو بل ټپي شو.

د تخارپه مرکزي روغتون کې  ډاکترانو د ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بللى دى.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته