خبرونهامنیت

په تخار کې درې تنه د وژنې په تړاو ونیول شول

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د وژنې په اړوند ونیول.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته خبر ورکړ چې نیول شویو کسانو پرون ۴ تنه د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې وژلي وو.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ له نیول شویو کسانو څخه یو کلاشینکوف هم ترلاسه شوی دی. پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته