امنیت

په تخار کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونیول شول

۲۸- کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
د تخار د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو نن دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونیول.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د کلفګان ولسوالۍ د آق کوچه له امنیتي پوستې څخه ونیول شول.
خبرځای زیاته کړه: له نیول شویو کسانو څخه څه دپاسه دوه کیلوګرامه هیرويين او څه ناڅه درې کیلوګرامه اپین ترلاسه شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته