خبرونهاقتصاد

په تخار کې دوه کانالونه پرانیستل شول

۲۶- کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
د تخار والي مولوي عبدالله قرلق پرون د تالقانو ښار د شوراب او قلبرس سيمې دوه کانالونه پرانیستل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوې وه؛ د تخار والي وويل چې د تالقانو ښار د شوراب او قلبرس سيمې د کانالونو پروژه ۲۰ کيلومتره اوږدوالي لري او٧٧٢زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
د تخار والي زياته کړه: یاده پروژه د آسيايي پرمختيايي بانک او د (پي.آی.او) موسسې په همکارۍ د څه دپاسه ۸۰ میليونو افغانيو په لګښت پلې شوې ده.
د تخار والي د تخار د دريايي حوزې رياست د فعاليتونو او د همکارو موسسو د فعاليتونو قدرداني وکړه او ويې ويل چې د دغه شان ټولګټو تاسيساتو جوړول او پرانیستل د دغه ولايت په پرمختيا کې ارزښتناک دي.
هغه د دغه ولايت له اوسېدونکو وغوښتل چې په يووالي او پيوستون سره دې له خپل حکومت سره همکاري وکړي.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته