خبرونهټولنه

په تخار کې د دو کانکريتي پلونو د جوړولو کار بشپړ شو

کابل / د سلواغې دويمه /باختر
د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د دوو کانکريتي پلونو د جوړولو کار بشپړشو.
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره خبرورکړ چې د دغه ولايت د کليوالي لارو د جوړولو ملي پروګرام هر پل د ٣٠مترو په اوږدوالي د څه د پاسه ٢٠ميليونو افغانيو په لګښت جوړکړى دى .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه پلونه د فرخار ولسوالۍ په مربوطاتو کې جوړ شوې دي او د سيمې اوسيدونکوته يې زياتې اسانتياوې رامنځته کړي دي.
ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته