کابل/ د ليندۍ١٥مه / باختر:
په تخار کې د يو ماشوم د سر پرې کولو عامل ونيول شو.
دغه کس پرون ناوخته د رستاق ولسوالۍ بازار ته څېرمه ونيول شو.
د تخار د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس انصارالله باخترآژانس ته وويل؛ نيول شوى سړى د ماشوم په سر پرې کولو اعتراف کړى دى.
هغه د دغې پېښې اصلي علت شخصي دښمنې بللې ده.
څه ناڅه دوه ورځې وړاندې امنيتي مامورانو د دغه ماشوم مړى له يوه متروکه ځاى څخه وموند.
قاتل په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې ده د دغه ماشوم له پلارسره يې ستونزه لرله.
\ ذ
10 د یوې دقیقې څخه لږ