روغتیا

په تخار کې د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

– تالقان/ د کب/ ۶/ باختر
د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق لومړی پړاو نن د تخار په کوید ۱۹ روغتون کې پیل شو.
د باختر اژانس خبریال د خبر له مخې، د دغه واکسین د تطبیق په مراسمو کې د تخار والي او یو شمېر ملکي او پوځي بنسټونو ریسانو ، د ولایتي شورا ، رسنیوغړو او د دغه ولایت روغتیایی کارکوونکو ګډون درلود.
د تخار د عامې روغتیا د ریاست د کتلوي معافیت مسوول وویل : د کرونا واکسین د کرونا د ویروس د مخنیوي لپاره د دغه ویروس په کمښت کې ډیر مهم اقدام دی.
هغه زیاته کړه چې د کرونا واکسین په دوو پړاونو کې تطبیقېږي، په لومړي پړاو کې روغتیایی کارکوونکو ته او په دویم پړاو کې پوځي اود دولتي بنسټونو کار کوونکو ته تطبیقېږي . پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته