ټولنه

په تخار کې د یو دارالعلوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل / د تلې / ۱۷ / باختر
د تخار په مرکز تالقانو ښارکې د یو دارالعلوم د جوړولو کارنن د اسلامي امارت د مسوولینوپه شتون پیل شو.
د تخار د ارشاد او دعوت رییس مولانا حبیب الله حنفي باختراژانس ته وویل چې د کاروان جهاد شهید زیدا د دارالعلوم د بنسټ ډبره د تالقانوښار د کنجک سرایسنګ په کلي کې د ۲ جریبه ځمکې په ساحه کې کېښودل شوه.
د حنفي د څرګندونوله مخې، دغه دارالعلوم د سیمې خلکو په مرسته د ۱۲ میلیونو۵۰۰ زره افغانیوپه لګښت په ۳ پوړونو کې جوړېږي او د ۸۰۰ زده کوونکو ځای لري.
د تخار د ارشاد او دعوت رییس د جوماتونو او زده کړیزو مرکزونو په جوړولوکې د خلکو له همکاری څخه مننه او قدرداني وکړه.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته