ټولنه

په تخار کې پر دېوالونو د شعارونو کښل پیل شول

کابل / د تلې ۱۹ مه / باختر
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان کې یې پر دېوالونو د شعارونو کښل پیل کړي دي.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انصار الله انصاري باختر اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز تالقان کې یې له دېوالونو غیر اړین او د اسلامي ارښتونو خلافې ليکنې او انځورونه پاک کړي او تازه یې پرې د نوو شعارونو کښل پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په مرکز کابل او یو شمېر ونو د شعارونو کښل پیل شوي چې لا هم دوام لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته