امنیت

په تخار کې یوه ښځه ووژل شوه

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
یوه ښځه تېره شپه په تخار کې د چره يي ټوپک په ډزو کې ووژل شوه.
د تخار یوې امنیتي سرچینې د باختر آژانس خبریال ته وویل چې ۱۸کلنه شهناز د تخار د چاه آب ولسوالۍ په خلیان کلي کې په خپل کور کې ووژل شوه.
هغه د دغې وژنې علت کورنۍ تاوتریخوالی بللی دی.
پوليسو د دغې پېښې په اړوند د شهناز میړه نیولی دی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته