نړۍ

په ترکيه کې دپناه غوښتوونکو دبيړۍ دډوبيدو له امله داوو تنو وژل کيدل

انقره بي بي سي   باختر د  سلواغې دمياشتې  ١٩ :
دغير قانوني مهاجرينو دسپرلۍ يوه بيړۍ  دعراق   دسمندري اوبو په  محدوده کې ډوبه شوې ده او څه ناڅه اووه تنه سپرلۍ يې  وژلې شوې دي .  دبيړۍ زياتره سپرلۍ ايراني او عراقي اتباع وې .
باختر آ ژانس دبهرنيو سر چينوله خولې خبر راکړ :  ددغې  کوچنۍ بيړۍ شپږ تنه سپرلۍ  ژغورلې شوې دي   خو لا تراوسه پورې ددوو تنو سپرليو دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
ويل کيږي چې په دې بيړۍ کې پنځلس تنه سپاره وو  چې زياتره يې  ايرانيان او عراقيان وو او له هغې ستونزې وروسته ډوب شوي دي چې ددغې  کوچنۍ بيړۍ په ماشين کې  رامنځته شوه .
يونان اعلام کړى دى چې  دمرستې او پلټنې په عملياتو کې دترکيې  مرستې ته وردانګلي دي .
ترکيه  چې همدا اوس دسوريې  دنږدې د دوو مليونو تنو پناه غوښتوونکو کوربه دى  دهغو کسانو  يوه اصلي دروازه بلل کيږي  چې اروپا ته  درسيدو په لټه کې دي.
دوى  قاچاق وړونکو ته دسلګونو زرو ډالرو په ورکولو سره  هلې ځلې کوي چې   ځان  دسمندر له لارې  اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته