خبرونهروغتیا

په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٦٦ تنه په کرونا اخته شوي دي

٣٤- کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې ١٧٠مشکوک سمپلونه د دغه وزارت په لابراتوارونوکې ازمايښت شول چې ٦٦مورده يې مثبت تشخيص شول.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په هېواد کې د کرونا ويروس د ٦٦ نويو پېښو په ثبتولو سره په دغه ويروس د اخته کسانوشمېر ٤٣٠٣٥ تنو ته زيات شوى دى.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس لس تنه اخته کسان مړه شوي دي چې په هېواد کې د کرونا ويروس له امله د قربانيانوشمېر ١٦٠٥ تنو ته ورسېد او د روغو شويو کسانوشمېر ٣٥٠٦٣تنوته رسيدلى دى.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته