خبرونهروغتیا

په تېرو ٢٤ ساعتو کې پنځه تنه د کرونا له امله مړه شول

٣٦- کابل /د سلواغې ٤مه/باختر
دهېواد د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس د ٣٦مثبتو پېښو د ثبتولواود کرونا له امله د پنځو تنو د مړينې خبرورکړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په افغانستان کې د کرونا ويروس د نويو پېښو په ثبتولو سره په کروناويروس د اخته کسانوشمېر ٥٤٥٩٥ تنوته رسېدلى دى.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې د پنځو تنو په مړينې سره په هېواد کې د کرونا ويروس د قربانيانوشمېر ٢٣٧٨ تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويو کسانوشمېر ٤٦٩٤٣ تنوته زيات شوى دى .
د عامې روغتيا وزارت مسوولين له خلکو غوښتنه کوي چې وقايوي تدبيرونه مراعات کړي چې د کرونا د زياتو خپرېدو مخه ونيول شي .
د کرونا ويروس د بريتانوي ډول د اخته کېدو موارد د نړۍ په شپيتو هېوادونوکې ثبت شوي دي په بريتانيا کې تراوسه پورې د کرونا ويروس له امله څه ناڅه ٩٦زره تنه مړه شوي دي.
ختم_ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته