خبرونهامنیت

په جبل السراج کې د يو جومات امام شهيد شو

٣٤- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
ناپېژاندو وسله والوکسانو د پروان دجبل السراج ولسوالۍ د کوزمنارې د کلي د جومات امام مولوي عبدالرقيب تېر ماښام په ډزو سره شهيد کړ.
د پروان له جنايي جرمونوسره د مبارزې د مديريت يومسوول باختراژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو مولوي عبدالرقيب د ماښام د لمانځه له اداکولو وروسته کله چې خپل کور ته روان و، په ډزو سره شهيد کړ.
هغه وويل د دغې پېښې عاملين له سيمې څخه تښتېدلي دي او پوليس د هغوى د نيولو لپاره هلې ځلې کوي.
ختم _ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته