خبرونهښوونه او روزنه

په جلال آباد کې د يوه ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

۳۴- کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولین وايي چې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د نصرت ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده چې ۱۲ درسي او ۴ اداري خونې، د برېښنا سيستم، ميزونه، څوکۍ او نور اړین ملحقات لري.
هغه وويل چې دغه ودانۍ د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د دفتر په مالي مرسته د ۱۷۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د درسي خونو د نشتوالي له پلوه د یاد ښوونځي د زده کوونکو ستونزه لرې شوې ده.
ختم- شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته