امنیت

په جلال آباد کې چاودنې يو تن وواژه

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
يو تن د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د بم په چاودنه کې ووژل شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ بم په يوه ريکشا کې ځاى پرځاى شوى و او نن له غرمې مخکې وچاودېد.
د ننګرهار يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د ريکشا چلووونکى ووژل شو.
تراوسه د دغې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
پوليس وايي چې د دغې چاودنې د عاملينو د نيولو په لټه کې دي.
ختم – ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته