اعلامیهTOP

په جلال اباد ښار کې د درې ښځینه واکسیناتورانو د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د وري ۱۰مه / باختر
د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن په جلال آباد ښار کې درې ښځینه واکسیناتورانې په دوه جلا تروریستي بریدونوکې شهیدانې کړې دي. جمهوررئیس غني چې دا مهال تاجیکستان ته په رسمي سفر دی، د دې برید د غندلو پر مهال وویل، پر ډاکترانو، روغتیاپالانو او ملکي کارکوونکو چې د ماشومانو د ژوند او روغتیا ژغورنې روغتیایي خدمات او اسانتیاوې برابروي، دغه وړ ترهګریز برید وحشت دی او هیڅ ډول توجیه نه لري. جمهوررئیس غني وویل، طالبان او نورې تروریستي ډلې د دغه ډول وحشتونو په ترسره کولو سره زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د افغان ښځو د وطنپالنې او خدمت پیاوړې اراده او د هیواد پر روښانه راتلونکي ټینګ باور نشي کمزوری کولی او نه هم د خدای تعالی او ولس پر وړاندې د دغو جنایتونو له مسوولیت او مختورۍ څخه ځانونه خلاصولی شي. د هیواد جمهوررئیس مسوولینو ته د دغو پېښو د هراړخیزې څېړنې او د عاملینو د مجازاتو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته