ټولنه

په جوزجان او کندز کې د څښاک د اوبو د۱۰۷څاګانو د کېندنې کار بشپړ شو

کابل /دمرغومي ۱۶مه /باختر
په جوزجان او کندز کې ۲۶زرو۷۵۰کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی وموند.
د المصطفی خیریه بنسټ مسوولین وایي چې په کندز او جوزجان کې د څښاک اوبو د ۱۰۷ څاګانو د کیندنې کار بشپر او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
ویل کیږی د دغوڅاګانو په کیدنې سره ۲۶زرو ۷۵۰کورنیو په جوزجان او کندز کې د څښاک اوبو ته لاسرسی وموند.
د المصطفی خیریه بنست رییس محمد صادق قاسمي د باخترآژانس خبریال ته وویل د جوزجان او کندز خلکو د اړتیا له مخې ۱۰۷ ژورې څاګانې د کانکرېټي زېرمو په ګډون څه د پاسه ۱۶میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، مخکې له دې د جوزجان او کندز خلکو د پیسو په بدل کې او یا له لرې واټن څخه اوبه ترلاسه کولې چې د دغوڅاګانو په کیندنې سره د هغوی د څښاک اوبو ستونزه لرې شوې ده.
د جوزجان ولایت د مردیانو، اقچې او د فیض آباد د ولسوالیو یو شمېرخلک چې د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی وایي: مخکې له دې د څښا ک د اوبو د نشتوالي له امله اړ و چې د ویالو له اوبو څخه استفاده وکړي چې په ډول ډول ناروغیو اخته کېدل.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته