ټولنه

په جوزجان کې بې ځایه شویوکورنیومرستې ترلاسه کړې

کابل / د کب ۱۰ / باختر
په جوزجان کې ۳۰۰ بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو نن مرستې ترلاسه کړې.
د باخترآژانس سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د مهاجرینواو راستنېدونکو چارو وزارت په دغو کورنیو چې د نا امنیوله امله د جوزجان او فاریاب له نا امنوساحوڅخه شبرغان ښارته استوګن شوې دي،په هرې کورنۍ ۱۵۰۰۰ افغانۍ ووېشلې.
د جوزجان والي محمد هاشم رییس د دغو مرستو د وېشلوپه مراسموکې له مرستندویو بنسټونوڅخه وغوښتل چې له دغو کورنیوسره مرسته وکړي او د ژمې په دې فصل کې د هغوی لاس ونیسي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته