ټولنه

په جوزجان کې درې زره اړو کورنیو مرسته تر لاسه کوي

شبرغان / د وري / ۲۸/ باختر
په جوزجان کې نن د وچکالۍ له امله بزګرانو او زیانمنو شویو کورنیو ته د بیړني ژوندانه د پیاوړتیا پروګرام پیل شو.
د جوزجان د اکتيد د دفتر مسوول انجینر امان الله امین باختر اژانس ته وویل چې په دغه پروګرام کې د بزګرانو او د اړو کورنیو هر یوې کورنۍ ته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې دي د جوزجان په مرکز او د اقچې او فیض اباد په ولسوالیو کې پنځوس امریکایی ډالره وویشل کېږي .
امین زیاته کړه چې دغه پروګرام د قحطي د مخنیوي او د بزګرانو او د زیانمنو شویو کورنیو د ژوندانه د بیړنۍ پیاوړتیا په مقصد عملي کېږي .
د جوزجان د کرنۍ رییس محمد عالم عالمي له اکتيد دفتر څخه د قدردانۍ په څرګندونوسره وویل چې مخکې له دې هم د نړۍ د خوړو سازمان بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم ویشلې وو .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته