ټولنه

په جوزجان کې درې زره کورنۍ له عمراني پروژو څخه ګټه واخسته .

کابل باخترد غبرګولي  اوومه :
دکليو دبيا جوړولو اوپرمختيا وزارت پرون يوولس  پرمختيايي پروژې  په جوزجان ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارلې .
دکليو دبيا جوړولو اوپرمختيا وزارت دمالي او اداري معين معراج الدين شمس دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پروژې داقچې ، خواجه دوکوه ، په ولسواليو او دشبرغان ښار په کليو کې ترسره شوې دي اوپه دغو مربوطاتو کې به کابو  درې زره کورنۍ  له ښيګڼو څخه يې به استفاده وکړي .
خبرځاى زياته کړه  په دغو پروژو کې څه دپاسه څلويښت مليونه افغانۍ لګول شوي دي  چې هرې پروژې دبيلابيلو کليو ته دپام وړ اسانتياوې برابرې کړې دي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير محمد يوسف سعيد وويل: په دغو پروژو کې دپلونو اوپلګوټو ، داستنادي ډيوالونو ،  دژورو څاه ګانو کيندل ، دسړکونو کريړ اچول ،دپوښلو حوضونو او سربندونو  جوړول شامل دي .
خبرځاى زياته کړه چې په تيرو څوارلسو کلونوکې دجوزجان ولايت په مربوطاتو کې دکليو دبيا جوړولو اوپرمختيا وزارت دبيلابيلو پروګرامونو له خوا دوه زره وړې  او غټې پروژې  ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته