امنیت

په جوزجان کې دیارلس تنه د غلا په اړوند ونیول شول

کابل / د تلې / ۱۷ / باختر
د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په نوي اقدام کې د جوزجان مرکز شبرغان ښارپه مربوطاتوکې ۱۳ تنه د غلا په اړوند نیولي دي.
د شبرغان ښار د لومړۍ امنیتي حوزې مسوول غلام محمد سبحاني باخترآژانس ته وویل : یوې ډلې غلو د چارشنبې په شپه د تلې په ۱۴ نېته نیت درلود دغه ښارته نږدې کلیو کې په غلا کولولاس پورې کړي چې د سیمې د اوسېدونکو په خبر ورکولوسره ونیول شول.
د هغه د څرګندونوله مخې، دغه غله په څو بېلا بېلوعملیاتوکې چې طرحه کړې وه نیت درلودل د خلکو نغدې پيسې ، سره زر ، د برېښنا مزي او د کورونومالونه غلا کړي چې هدف ته له رسېدومخکې د اسلامي امارت ځواکونوله لوري ونیول شول.
سبحاني زیاته کړه چې د دغو کسانو دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونوته وسپارل شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته