خبرونهامنیت

په جوزجان کې د الکولي مشروباتو يوه کارخانه کشف شوه

کابل / د تلې٢٩مه / باختر:

د شبرغان ښار امنيتي منسوبانو پرون د الکولي مشروباتو يوه کارخانه کشف کره.

د شبرغان ښار د دريمې امنيتي حوزې مرستيال مولوي اسدالله سعيد  باخترآژانس ته وويل؛  د الکولي مشروباتو دغه کارخانه د خلکو په همکارۍ کشف  او په  تړاو يې څلور تنه نيول شوي دي.

هغه زياته کړه،  له دې  کارخانې څخه پر الکولي مشروباتو سربېره  يوه اندازه  خوسا مميزهم ترلاسه شوي دي.

په وروستيو د وو مياشتو کې په  جوزجان  ولايت کې  څه د پاسه ٧٠ تنه  د جنايي جرمونو په شک نيول شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته