کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
د بغلان ولايت په مربوطاتو کې نن سهار د دوو ماينونو دچاودنو له امله ددپوليسودعامه نظم څلورتنه سرتيري او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دبغلان ولايت دعامه نظم کنډک قوماندان سمونوال برهان الدين زاهد باختر آژانس ته وويل : لومړي چاودنه د مرکزي بغلان د پنجشيريانو په قشلاق کې ترسره شوه چې له امله يې چاته دسر زيان نه دى اوښتى . خو کله چې دپوليسودعامه نظم ځواکونه ساحې ته لاړل دويمه چاودنه وشوه چې له امله يې د پوليسودعامه نظم څلورتنه سرتيري او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دمرکزي بغلان روغتون دجراحي څانګې دمسوول ډاکتر خليل نرمګوى دڅرګندونو له مخې ، ددغې پيښې ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ