ورزش

په جوزجان کې د مارشال دوستم جمنازيوم پرانیستل شو

– کابل/ د کب٧مه/ باختر
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د مارشال عبدالرشيد دوستم ورزشي جمنازيوم نن پرانیستل شو.
د جوزجان د بدنې روزنې او ورزش آمر محمد صديق فايض باخترآژانس ته وويل:
دغه جمنازيوم په شبرغان ښارکې په ١٨٠٠ مترمربع ځمکه کې د ٥٠ مېليونو افغانيو په لګښت د جمهوري رياست عملياتي ادارې له ملي پرمختيايي بودجې څخه جوړشوى دى.
فايض زياته کړه چې په دغه جمنازیوم کې ورزشکارانو ته زياتې آسانتياوې برابرې شوې او په یو وخت کې د ٢ زره ننداره کوونکو ظرفيت لري.
د جوزجان والي محمد هاشم رييس وايي چې له ياد جمنازيوم څخه د وزلوبې پرسياليو سربېره د کنفرانسونو او غونډو په جوړولو کې هم ګټه اخیستل کېږي.
پاى \ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته