امنیت

په جوزجان کې د ماین چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل / د کب ۱۱مه / باختر
په جوزجان کې نن په یو فولډر موټرکې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه پېښه د شبرغان ښار د زر فامیلیو په عمومي سړک کې رامنځته شوه چې په پایله کې د جوزجان پخوانی سیمه ییز قوماندان ثمرالدین ووژل شو او د هغه موټر او درې نور سپرلۍ ټپیانې شوې.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر عبدالغفار خوشیوال د پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه بللی دی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته