امنیت

په جوزجان کې د ملګروملتوسازمان د امنيتي څانګې مسوول وويل چې په دغه ولايت کې د اړو خلکو ستونزې څېړي

کابل /د لړم ٤مه /باختر
په جوزجان کې د ملګروملتوسازمان امنيتي مسوول د دغه ولايت د کليود بيارغاونې اوپراختيا رياست له سرپرست سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په جوزجان کې د اړو کورنيو ستونزې څېړي.
په دې کتنه کې د جوزجان ولايت د کليود بيارغاونې او پراختيا رياست سرپرست ملا محمد جمعه حقيار هغوى ته د ښه راغلاست د ويلوپه ترڅ کې د جوزجان ولايت د خلکو د ستونزو په اړه هراړخيزې خبرې وکړې اوزياته يې کړه: څرنګه چې ليدل کېږي نن خلک له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي چې وچکالي ، بې وزلي او مهاجرتونه د هغوى له مهموستونزو څخه دي .
دغه راز د ملګروملتوسازمان د امنيت مسوول شاهين شريفي او د هغه همکار شعورنيازي په وار سره خبرې وکړې او ويې ويل، په هرې ممکنې لارې د خلکوستونزې چې زموږ په کار پورې مربوط دي څېړل کېږي.
هغه وويل چې د دغوستونزو د څېړنې په خاطر به له هيڅ رازهلوځلو څخه ډډه ونه کړي. -ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته