امنیت

په جوزجان کې د واده په مراسمو د مرګانى بريد دعاملينو د نيولو لپاره هڅې دوام لري

کابل /دوږي ١١مه /باختر
د جوزجان امنيتي مسوولينو د واده پرمراسمو د مرګاني بريد د عاملينو د موندلواونيولو لپاره د هلوځلو خبر ورکړ.
په دې بريد کې چې پرون ناوخته د اقچې ولسوالۍ د واده پريوهوټل وشو ناوې ووژله شوه او د دوو ښځو په ګډون ٤ تنه نور ټپيان شول.
د رارسېدلوخبرونوله مخې، يرغلګرو د واده د مراسمو په برخه والو لاسي بم وغورځاوه.
په جوزجان کې د اسلامي امارت يومقام باختراژانس ته وويل چې د دغه بريد دعاملينو د موندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
تراوسه پورې د دغه بريد او د يرغلګرو هويت نه دى په ډاګه شوى .
پوليس وايي په دې اړه د دوى څيړنې پيل شوي دي
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته