اقتصاد

په جوزجان کې د يوکانال د جوړولو کار پيل شو

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
په جوزجان کې د ٥ کيلومترو په اوږدوالي د يوکانال د جوړولوکار نن پيل شو.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه کانال د ماشومانو د ملاتړ دفتر په مالي مرسته د شبرغان ښار د يکه باغ د کلي په تګلوري کې جوړېږي چې د دغه کانال په بشپړېدو سره به په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه د سېلاو له خطرونوڅخه خوندي شي.
خبرځاى زياته کړه د دغې پروژې د کار په پيل سره سلګونو تنوته د کار زمينه هم برابره شوې ده .
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته