خبرونهروغتیا

په جوزجان کې د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين پيل شو

٥٢- کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
د جوزجان والي محمد هاشم رييس د يوماشوم په خوله کې د دوه څاڅکې واکسين په څڅولو سره د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو واکسين د مني د دريمې دورې کمپاين پيل کړ.
د جوزجان د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مسوول ډاکتر محمد ياسين همراه باختراژانس ته وويل په دې دوره کې به چې پنځه ورځې دوام وکړي له پنځه کلنى څخه ښکته په يوسلو لس زره تنه ماشومان د پوليو واکسين تطبيقېږي.
دهغه د څرګندونوله مخې؛ دغه کمپاين د کور په کور ډول د جوزجان په مرکز او ولسواليو کې تطبقېږي.
دغه کمپاين په داسې حال کې پيلېږي چې د جوزجان د عامې روغتيا رييس داکتر عبدالغفار خوشيوال د جوزجان د اقچې او منګيجګ په دوو ناامنو ولسواليو کې د ماشومانو د ګوزن يا پوليو د ناروغى د دوو مثبتو پېښو د شتون خبرورکړ.
هغه وويل په روان کال کې د پوليو واکسين په دوو تېرو دورو کې د ناامنيو له امله په څه دپاسه پنځوسو زروماشومانو د پوليو واکسين تطبئق نه شو .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته