روغتیا

په جوزجان کې د کرونا واکسين تطبيق پيل شو

– کابل /د کب ٦مه /باختر
په جوزجان کې نن د کرونا ويروس د تطبيقولو لومړى پړاو پيل شو.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د دغه واکسين د تطبيق د پرانستلو په مراسموکې د جوزجان والي محمدهاشم رييس اود يوشمېر ملکي اوپوځي ادارو رييسانو د ولايتي شورا غړو ، رسنيو او روغتيايي کارکوونکوګډون کړې و.
د جوزجان د عامې روغتيا د رياست سرپرست عبدالغفار خوشي وال وويل چې په لومړى پړاو کې د کرونا ٦١٧٠ دوزه واکسين په پوځيانو، روغتيايي کارکوونکواوخبريالانوتطبيقيږي
د جوزجان دعامې روغتيا رياست سرپرست وويل چې دغه واکسين په يوتن دوه ځلې تطبيقيږي چې دويم پړاو يې له لومړى پړاوڅخه ٢٨ ورځې وروسته تطبيقېږي.
هغه زياته کړه چې په جوزجان کې د کرونا ويروس د خپرېدو له پيل څخه تراوسه پورې په دغې ناروغى ٢٤٨ تنه اخته شوي دي چې له دې جملې څخه ٧ تنه مړه شوي او نور يې تداوي شوي دي او اوس ٥ تنه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته