ټولنه

په جوزجان کې زراعتي پروژې پرانستل شوې

کابل /د کب ١٢مه /باختر
په جوزجان کې نن ٣٢٠ کرنيزې پروژې پرانستل شوې.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ په دغو پروژو کې ١٥٠مميز خونې، د پيازو ١٥٠زيرمې ، د پټاټو ٢٠ زيرمې او د ميوو دوه سړې خونې شته چې د کرنې اومالدارى وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د بزګرانو په سلوکې د لسو په وڼدې سره د ١٥٣ ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوي دي.
د جوزجان والي وايي چې دغه پروژې په شبرغان ښار او د جوزجان ولايت په يوشمېر ولسواليو کې په يوکال کې جوړې شوي دي چې د بزګرانو د حاصلاتو د خوساکېدو مخه نيول شوې ده .
ختم-ج_ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته